غزل
ښه ده زما مسلمانۍ و پوښته
Hamza Shinwariښه ده زما مسلمانۍ و پوښته
مخکې زما پښېمانۍ وپوښته
د ديدو ميو دې گرانۍ وپوښته
زما د وينو ارزانۍ وپوښته
ژونده چې تا و ښکلی خوب ليدلی
ورشه تعبير يې له ځوانۍ وپوښته
راشه ناڅاپه، خو يوازې گوری
بيا مې خوشحالې حيرانۍ وپوښته
وايه چې چا دې پرده وساتله
راشه زما له عريانۍ وپوښته
د پرېوتلې پيمانې نه زما
ته د ساقي مهربانۍ وپوښته
داسې په جمع زړه به يې تر کومه؟
ته خو زما پرېشانۍ وپوښته
ډېره خندا د پرېوتو نخښه ده
ورشه د گل سرگردانۍ وپوښته
څه د حمزه د زړه له ورانې خونې
د مينې مسکې ودانۍ وپوښته