نظم
ښه دی
Gul Pacha Ulfatپه زړه کښې عشق دښکلی يار ښه دی
په سر کښې فکر د دلدار ښه دی
چې مرور آشنا پخلا کاندی
يوې جرگې نه يو رېبار ښه دی
ټولو سازونو سروردونو څخه
دمهرويانو شرنگهار ښه دی
چې ښکلي ناست وي او نازونه کوي
د مکېزونو تود بازار ښه دی
د آشنا مينه کښې چې هر څه هېر شي
هسې جنون هسې خومار ښه دی
په درويزه کښې ديدن مومي ديار
عاشق ملنگ اوخوار وزار ښه دی
چې په حجرو کښې يې د عشق سندرې
هره شپه اورم ننگرهار ښه دی