نظم خاورې اوگردونه Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که څنډې کله جامې خپلې له خاورو ته پوهېږې؟ چې گردونو کښې دلارو 02 راځي هسې يومېلمه له کوم هېواده چې يې خپل کالي څنډلی په څو وارو 03 له کوم لوری را روان يو جهان گرد و مخ او څټ باندې يې پروت د لارې گرد و 04 ما وې څه دې وليدل په دې جهان کښې ويلې دومره شومه پوه چې جهان گردو 05 له دې خاورو شوه پيدا ډېر عالمونه چې آباد يې کړه لوی کلي لوی ښارونه 06 يو څو ورځې يې د ژوند سندرې ووې بېرته خاورې شوه اوچت يې شوه گردونه 07 کلی وران وخو باقي يې لا آثارو يو مرغه په ديوال ناست دا يې گفتار و 08 دغه زوړ ديوال چې گوري په يو وخت کښې جوړوونکی د کورونو پوخ معمار و 09 لکه بوی چې له گلشنه را جدا شي يا بخار له دريابونه په هوا شي 10 يوه ورځ به هم زمونږ له خاورو دوړو يو گرد پورته له صحرا نه د دنيا شي Dictionary meaning × Headword