نظم خبر نه و Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 يوه بل نه يې په ډېر لياز او امتنان څه شی واخيست له اصلي نرخه ارزان 02 خريدار له حده زيات و ډېر خوشحاله ډېر يې ومانه په سر، سترگو احسان 03 ويلې تل به مې وي سترگو کښې نيکې ستا ستا نېکي به هېره نکړم په هېڅ شان 04 بل چاووې خرڅوونکي ته چې ولې تا په دې سودا کښې ومانه تاوان 05 د دنيا سودا خوده د سود دپاره کوي گټه پکښې هر وخت هوښياران 06 چې يې گران واخلي او خرڅ يې کړي ارزانه هر سړی پرې کوي حکم د نادان 07 په ځواب کښې ورته ووې خرڅوونکي مشکل کار دی پېژندل د سود و زيان 08 گټه ما کړی هغه دی غولېدلی نه وينې ته هغه سود چې وي پنهان 09 ما په لږ غوندې تاوان چې ته يې وينې ډېر ارزانه دي اخيستی يو انسان 10 د هغه گمان و دا چې يو څه اخلي خبر نه و، چې په ما خرڅوي ځان Dictionary meaning × Headword