غزل
خدای زده چرته يې کړم غونډ کله تړم
Hamza Shinwariخدای زده چرته يې کړم غونډ کله تړم
چرته درومم بار د مينې چرته وړم
بس خو دومره راته ياد يې که مې ياد يې
ته استازی رالېږه زه يې شړم
لا پېزان ته بل د وروځو په منځ جوړ کړې
لاندې سور لمسوې پورته تور لړم
په کړه وړه مې ستا شباب دی راخور شوی
وايې مه کړه چې څه نه کړم څه به کړم
ستا وعدې مې کړې مېوې خو خوند يې نه و
ارمانونو د چينجو په شان خوړم
ته هوس کړه دنداسه کړه، خوشحال اوسه
زه په وينو حسرتونه خپل لړم
ته چې ماڅنگه گڼې اختيار ستا دی
زه حمزه دې هم هغه شاېن گڼم