غزل
خدای زده څه مې دی مراد او څه مقصود
Hamza Shinwariخدای زده څه مې دی مراد او څه مقصود
هېڅ خبر نه يم په زيان او په بهبود
کړم پرېشانه تر دې حده رقيبانو
چې وهمي اوس راته ښکاري هر وجود
هر چې کړم هغه کوم ديار دپاره
او که يم همېشه ځان ته په سجود
دي موسی او ابراهيم زما نومونه
هم په خپله زه شداد يم او نمرود
يا خو هېڅ نشته دا واړه وهم و خيال دی
او که وي نو بس ديار به وي وجود
هم مراد يم، هم مريد يمه په خپله
هم طالب يم سرگردانه هم مقصود
د خپل نوم نه هم ثابت له ما دعوی ده
يم حمزه د هر وجود سره موجود