غزل
ښکلي د سينگار تبو نيولي مړغېژن دي
Hamza Shinwariښکلي د سينگار تبو نيولي مړغېژن دي
نن تاوده نبضونه د دنيا د انجمن دي
نن راته ساقي د جام سره کړو نظر داسې
خدای زده چې شراب هغه پخوا وو که دا نن دي
څوک دي په معيار چې به د ښکليو وفا وکا
څوک چې دي رښتيني په دې کار کې ، دروغجن دي
سترگه د نرگس کږه د گل په مقابل شوه
ښکليو چې سيالي د يار د سترگو کړه، لېچن دي
اوس راشه حمزه ته دادی وخت د مينې ياره!
پاتې د اميد يې څه بڅري په خوږلن دي