غزل

ښکلې که کوتره وي چې يو ناڅاپه بازه شي

Hamza Shinwari

ښکلې که کوتره وي چې يو ناڅاپه بازه شي

بس نو پس له دې نه حقيقي يارانه سازه شي

اوس دې التفات وينم خو سوال دوصال نه کړمه

ښکاري چې تکميل ته مينه ورسي بې نيازه شي

اوس دمينې زړه له هغه کيفه سره خوښ نه دی

خدای زده اشنا ولې؟ چې اوس ډار مې ستا له نازه شي

غږ خو راته وشو اجازت که يکتايي راکا

ډار د جدايۍ مې په جواب له خپل اواز ه شي

ته پخپل مکان کې دومره نور وسعت خو راوله

خير دزړه مارغه مې که بيا پاتې له پروازه شي

خدای زده چې فتور دی دوصال او که چه بل سبب

نن دغيريت جلوه چې ستا له هر اندازه شي

عشقه د حمزه په خوله دې ښه چې مهر وواهه

حسن به بې آب شي که پرده پورته له رازه شي