نظم

ښکلا اوهنر

Gul Pacha Ulfat

ښه تابلو د هنرمن خوښوي هر څوک

که دچين وي که دهندکه د برما وي

په الفاظو کښې وي ډېر اختلافونه

يو له بله متفق اهل معنا وي

د دوستۍ کور کښې دتور او سپين فرق نشته

په هر چا کښې چې وي مينه خوښ زما وي

په سپين مخ چې تورې زلفې راخورې شي

د ښايستت د ډيوې لا ښه تجلا وي

تور له سپين سره ښه ښکاری سپين له توره

څه به ښه وي چې يو بل سره پخلا وي

د هنر صنعت او حسن په عالم کښې

هر يو گل چې په هر رنگ کښې وي زېباا وي

ښکلی مخ له هرې خوا چې راښکاره شي

د الفت سترگو ليدلی لاپخوا وي