غزل خوب د مينې کړې ، بيدار شو زما عمر Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خوب د مينې کړې ، بيدار شو زما عمر بس خو واړه انتظار شو زما عمر 02 که دمينې د پښو خار شو زما عمر د ښايست دغاړې هار شو زما عمر 03 په معنی کې مېن شوی په ماشوم يم خدايه څنگه بې قرار شو زما عمر 04 چې ديدن يې اوس د مياشتنې نه په کال کړ ډېر يې عمر شه، بسيار شو زما عمر 05 غم د زلفو گرېبان د لېوني کړ دخپل لاس نه تار په تار شو زما عمر 06 ښايسته شو لکه زلفې د مهرويو په ږمنځ دې انتشار شو زما عمر 07 عاشقۍ مې د فطرت تارونه سُر کړل سندريز او نغمه يار شو زما عمر 08 چې کافر د تورو زلفو مې اشنا کړ ځکه ما لره زنار شو زما عمر 09 چې د عشق په نقطه نه و بې قرار و بر قرار شوچې پر کار شو زما عمر 10 چې مې گام پورته کاوه په لار د وصل خود فراق لره پيزار شو زما عمر 11 اوس له ځانه په وعده د يار بېزار شي حمزه ښکاري چې هوښيار شو زما عمر Dictionary meaning × Headword