نظم

خوب وينم عالمه

Abdul Bari Jahani

خوب وينم عالمه که يې څوک راکي مانه

وينم خپله مېنه زمانه په زمانه

خوب وينم "خوشال" دئ لړزوي په کټ کي زړونه

توري دي لښکري دي اسونه دي پوځونه

رغړي په ميدان کي د مغلو پرې سرونه

ماته له اورنګه ده د کبر پېمانه

بيا د ګرګنيانو د مقتل خبري کېږي

بيا راپارېدلي د زمريو خېلخانه

خوب وينم عالمه که يې څوک راکي مانه ـ

خوب وينم پر قبر د ميرويس جنډۍ نڅېږي

بيا له کندهاره هنګامې راولاړېږي

خوب وينم عالمه چي نړېږي دېوالونه

چيغي دي، جشنونه دي، نارې دي تکبيرونه

لوېږي هم له پښو هم له لاسونو زنځيرونه

ړنګه ده د غرونو د بازانو جېلخانه

خوب وينم قاضي دئ، عدالت دئ او حکمونه دي

وينم هتکړۍ دي او خيرن خيرن لاسونه دي

خوب وينم رغېږي د کلو کلو زخمونه

ډک دي له مړونو واړه کلي لوی ښارونه

بيا په پښتنو پېغلو ښايسته دي ګودرونه

بيا رنځور احساس غواړي مستۍ ته بهانه

ږغ د ځنځيرونو د زاريو آوازونه دي

لوېږي د پردو د مزدور پښو ته زولاونه

خوب وينم وطن دئ، ګلسخر دئ او جشنونه دي

مستو سخي ورېځو اورولي سره ګلونه دي

پورته له ګلڅانګو د مرغيو آوازونه دي

هېره په وصال کي د بېلتون ده افسانه

خوب وينم د لوړو غرو پر سر واوري ويلېږي

خوځنده سېلونه په سيندونو کي مستېږي

خوب وينم غروب مرغلين کړي دي دښتونه

ځل وهي شغلو کي د سپېدار لانده برګونه

برېښي د کوترو د سېلونو وزرونه

څرخي ډلي ډلي کاشانه پر کاشانه

سر وهي له ګارو هم نڅېږي هم خښمېږي

ناڅي يې څپې د جاله وان پر ترانه

خوب وينم غني وي په ورو ورو راته مسېږي

لاس کي يې "پانوس" دئ "پلوشې" ترې پورته کېږي

ځي هغي نړۍ ته چي خمار پکښي مستېږي

ګرځي پر مستانو ميخانه په ميخانه

ما يې تعبير کړی دئ دا خوب مي رشتيا کېږي

نور د ولسونو د ښامار ستونی څيرېږي

زموږ وړکۍ مېنه، زموږ جونګړه آزادېږي

ګرځو يې په غرونو کي سرشار او مستانه