غزل

خوښ يې چې کړې هغه دې د خولې په واته شي

Hamza Shinwari

خوښ يې چې کړې هغه دې د خولې په واته شي

راز نه دی هغه چې په غوږونو اورېده شي

زوړ هغه زلمی دی چې له عشقه ناخبر دی

هغه زلمي بوله چې په مينه کې زاړه شي

دا خوته کيسې مدام د خپلې جفا کاندې

څه وکړم علاج چې مې په زړه شي ستا په خوله شي

ته چې د سبا سبا وعدې په هر سبا کړې

هغه سبا رانغی سبا ته خدای زده څه شي

ته چې وايې چې زړه صبر کړه له مانه

دا مهم خو گران دی له حمزه به پوره نه شي