نظم
خُمار
Ghani Khanچې نشه شمه د خپله ځان وځم
لکه وځی چې تنزرے د پنجرې نه
مست زړگے د غمه دا رنگه اوچت شی
لکه پورته سر کړی گل د اديرې نه
دروند وجود، مجبوره تن مکان کښې پريږدم
او د خيال په ښاپيری باندې شم سور
د اووم اسمان په سېل ئې کړم روان
لټوم د ژوند چينه د رڼا کور
د ساقی خُمار سرور مې پکار نۀ دے
دا زۀ گورم دخپل خيال نيلی له لار
دا د دۀ د رنگينه وجود خوراک دے
دا مستی، مينه او حسن او دلدار
دا چې زۀ د جانان سترگې ښکلومه
دا چمکۍ دۀ له ورکومه د رفتار
د شفق د سرو ډکوم ځان له جامونه
دا چې سترگې سرې کومه په خُمار
څۀ په عيش دې ژوندون تېر کړو مُلا جانه
د تالاش د سوزېدو نه خبر نۀ شوې
عبادت سره تلې حورې غلمان
د ارمان خاورې کېدو نه خبر نۀ شوې
لکه شمع ويلې نۀ شوې د خپل اوره
خوږه او څکه شوې، شراب او خُمار نۀ شوې
مست زړگی دې واک وانۀ خست د شعوره
د بهار خزان زپلې گلزار نۀ شوې
ژوند ے خلاص تلاش ئې خلاص شو لېونی هم
ستړے سر گور له په خپلو پاپو يوړۀ
لکه گل ئې ساعت رنگ جهان ته وښود
لکه سيند درياب له خپلو چپو يوړۀ