غزل
خپل ځان چې په الفت کې راته تا غوندې ښکاره شو
Hamza Shinwariخپل ځان چې په الفت کې راته تا غوندې ښکاره شو
هر څيز د کاينات راته زما غوندې ښکاره شو
ماضي شو پښه نيولی خو په بېرته راستون نه شو
شايد چې زما غږ ورته اشنا غوندې ښکاره شو
ما غم داشنا وژني خو ژوندی په هره سا شم
زبېرگی راته دا خپل، د مسيحا غوندې ښکاره شو
نن نشته تصور يې هر يوڅيز دی گوښی گوښی
خپل ځان راته په کور کې په بېديا غوندې ښکاره شو
حمزه چرې غوسه کې چا دروغ ويلي نه دي
دا نن اقرار يې ماته څه رښتيا غوندې ښکاره شو