نظم

خپل او پردي

Gul Pacha Ulfat

لري بېل بېل رنگونه د يو چمن گلان

يو شان په گل مين دي د هر ځای بلبلان

بلبل کارغه نه بېل شو د ذوق په اختلاف

د گلو مينې خپل کړه بلبلې پتنگان

خپلوي د سيرت ښه ده خپلوی نه د صورت

څېره کښې خو پردي هم ښکاري کله يو شان

رنگ شکل ته مه گوره معنی نيسه نظر کښې

ظاهر کښې لکه غڼی ښکاريږي غنډلان

په اصل کښې که يو دی بيا هم سره يو نه دی

چېرته د پسرلی باد او چېرته دخزان

د سر سترگې جدا وي د زړه سترگې جدا

ويښتوب د سترگو کله ويښتوب دی د وجدان

طوفان د باد که هر څومره قوي دي په ظاهر

قوی په حقيقت کښې نسيم دی د نيسان

دخير او د شر اصل که يو هم وي يو نه دی

لطيفه وږمه نه ده همجنسه د طوفان

په وينه باندې مينه د دين شوله غالبه

قربان له عقيدې نه هر څه کړه مسلمان

بلال حبشي ورور شو سلمان سره د فارس

مومن د مومن خپل دی عرب وي که افغان

پردی شو محمد نه خپل تره ابولهب

زيد ځوی د محمد شو چې رايي ووړ ايمان

پردي چې وي له خدايه خپل نه دی د مومن

د نوح ځوی گوره نه دی د نوح دخاندان

په مينه پردی خپل شي بې مينې خپل پردی شي

په دې راز ښه پوه شوی د زړونو خاوندان

که زړونه مرور وي که نه وي الفت زړه کښې

که شي غاړه پخلا نه دي بادار