نظم

خپلواکي

Gul Pacha Ulfat

د ملي ژوند اساس خپلواکي ده

دملي غرور ژوند، سرلوړي ده

په آزاد او خپلواکه وطن کښې

روا کله په بل باداري ده

د څو تنو څو کسو خو، نه ده

پکښې برخه د هرهر سړي ده

حفاظت يې په سر او په مال

د هر چا وظيفه ايماني ده

په تش لاس يې ساتنه ده گرانه

لوی دښمن يې خواري بېوسي ده

په ملي قدرت لاس ته راغلی

په ملي اتحاد متکي ده

چې هر څومره ملت متحد وي

خپلواکي يې هغومره قوي ده

په ملي تربيه قوت مومي

په ملي روحيه کښې خوندي د ه

ټينگ اساس يې ملي اقتصاد دی

خپلواکي نورونه، بې نيازي ده

په ملي ثقافت قوم ژوندی دی

کلتوري سرمايه يې هستي ده

راشئ! ورکه خواري کړو وطن نه

ترقۍ لور ته هڅه حتمي ده

ورکه کړئ باداري د څو تنو

خپلواکي د فرد فرد آزادي ده