نظم
خزان
Abdul Bari Jahaniزه هم شور د خرابات وم
زه هم سوځنده لمبه وم
ډېري اوښکي مي ژوندۍ کړې
زه هم ويښه هنګامه وم
زه هم ژوند وم د بزمونو
زه هم رنګ وم د سازونو
زه هم رنګ د پېمانې وم
ښکلی لاړ وم د اورونو
ما هم تش کړله خمونه
ما هم مات کړل ګيلاسونه
ما هم نوش د شونډو اور کړ
ما هم توی کړله خالونه
ما هم تاو کړې د چا څوڼي
ما هم واخيستې مچکي
ما هم وشکول ګلونه
دوې منګولي مي کړې ډکي
ما هم لوڅي کړې پېغلوټي
ما هم وشلول لاړونه
ما هم ښخ کړل ګناهونه
ما هم وکرل اورونه
ما هم ستړي ميخانې کړې
ما هم سپيني توري شپې کړې
مستول مي ژوندۍ لاره
ما هم ويښي قافلې کړې
موږ هم ومسل سبا ته
موږ هم رنګ کړل غروبونه
موږ هم روڼي اوږدې شپې کړې
موږ هم توی کړل خلوتونه
موږ هم مستي کړې ګلڅانګي
موږ هم وسپړل ګلونه
موږ هم ويښي ترانې کړې
موږ هم وتخنول زړونه
د هستۍ مسته بېړۍ مو
ناګهانه توپاني سوه
د اميد فردوسي لاره
شيطاني سوه، دوزخي سوه
وغوټيو ته مو سيخ سول
د خزان وحشي بادونه
په ګلشن کي مو شروع سول
د خرمستو پايکوبونه
سره بلا سوه رانازله
پر صفونو د يارانو
د کمون طاعون تباه کړل
مخفلونه د رندانو