نظم

خزانه

Abdul Bari Jahani

دا يوه لار ده تورو غرو ته پر دښتونو تللې

دښتونه ټول دي په اغزو پوښلي

تش سرابونه ښكاري

او هر سراب د اغزو ژبه لري

او هر اغزى د لمبو ژبه لري

هره لمبه له دوږخونو راځي

او په لمبو كي د دوږخ لړمان

هغه بدرنګه تور په رنګ د شيطان

هر يو بلا د لارويو په ځان

لكه خروړي ځناور پراته دي

د دې دښتونو شاته غرونه غرونه

د غرونو منځ كي دي هوار دښتونه

بيا سرابونه لړمان پوځونه

د مرګي غشي يې تېره نېښونه

لكه لېوان په ډلو ډلو ګرځي

خو څوك پخوا او ډير پخوا دي تللي

او څوك پخوا او ډير پخوا راغلي

چا يې كيسې د افسانو راوړي

وايي د غرو شاته روښان سيندونه

هغه په رنګ د شنه آسمان سيندونه

له جنتونو را روان سيندونه

پر خپلو څنډو د ګلونو امېلونه كري

پېغلي په څڼو كي رنګونه ټومبي

وني د ګلو له ګېډيو ډكي

لاري له ښكليو ناوكيو ډكي

ورځي له لمر شپې له سپوږميو ډكي

د شپې كيسې دي له وروريو ډكي

كوڅې بانډې يې له زلميو ډكي

جنګ او نفرت بولي زامن د شيطان

منګول يې نه ورځي تر زړه د انسان

د ورځى شين په شپه ځلېږي اسمان

مځكي ته نه راځي څپې د توپان

سجدو ته نه بولي د خټو خدايان

خلګ پر ګوتو د كلو پر ځاى پېړۍ اړوي

عمر په سل په دوه څلورو شمېري

هلته پلرونه زامن نه ښخوي

پېغلى زلمي د اسوېليو له زخمونو سره

د ارمانو په ښاركي نه اوسيږي

خو څوك پخوا او ډېر پخوا دي تللي

او څوك پخوا او ډېر پخوا راغلي

موږ ته كيسې د جنتونو كوي

راته نكلونه د ګلونو كوي

موږ د دښتونو، سرابونو، د اغزو پر لمن

موږ د لمبو پر لمن

د لړمانو په فصلونو كي كلونه ليري

دښتي، غرمې او سرابونه ليري

غونډۍ او غرونه ليري

د زمانې او حوادثو پر واټ

حيران ولاړ لكه خوبونو وړي

د كوه قاف د شاپېريو كيسې

د بېګانه او د پرديو كيسې

د بل د پېغلو او زلميو كيسې

دانه دانه خپلوو

او د پېړيو د تاريخ پر تندي

په بې هنرو ګوتو

ځان ته كاږه واږه شكلونه جوړ كو

موږ چى زلمي و موږ د جم په جام كي

له يزداني شرابو

له جنتي سيندونو

له كوثري حوضونو

له حياتي سوما خمونه تش كړل

نن كه سبا وي د پېړيو پر لار

د لړمانو، د اغزيو په وار

د هغه ښار تر واټه ځان رسوو

چي د ازل كاتب ده موږ ته خزانه ليكلې

چي د تقسيم امير ده موږ ته پيمانه ليكلې

خو هغه ورځ به د دښتونو په مزلونو ورځو

د لړمانو په جنګونو ورځو

د سرو لمبو او د اغزو په سفرونو ورځو

چي رغړولي مو وي سيال سرونه

چى د تربور مو وي سوځلې خونه

چي ورور ته پاته نه وي روغ هډونه

بيا به په جنګ د لړمانو ورځو

پر سخته لار به بې سيالانو ورځو

موږ ته ازل ده خزانه ليكلې

زموږ يې په برخه زمانه ليكلې

موږ ته چى زين نه كئ د جنګ آسونه

راته رانه وړئ د هنر لاسونه

موږ ته په كار نه دي پاخه فكرونه

له موږ دي ليري ګرځي سيال مېړونه

راته ليكلي دي قسمت ښارونه

جلا جلا به جوړوو ملكونه