شعر

کلاسکیت

Gul Pacha Ulfat

نظرکښې ورجل دټولو نہ مکمل کلاسک ؤ۔ ھادی حسین پہ مغربی شعریات کښ

Virgil او Sophocolese تہ دغہ اشارہ کړې دہ۔ پہ فرانس کښې د کلاسکیت دور دے د

ولسمې صدۍ دوئیمہ نیمائي چې پکښې بوالو او راسین پېدا شو۔ پہ انګلستان کښی

د کلاسکیت دور دے د ۱۶۶۰ نہ واخلہ تر ۱۷۱۴ پوری چې درئیډن، شیکسپئیر او

ملټن اوزېږدل۔ پہ مشرق وسطیٰ کښې امرألقیس۔ بوالنواس متنبی او ولید ښکارہ

دي۔ دغہ شان پہ فارس کښې سعدی، رومی حافظ او فردوسی وغېرہ۔ ھندوستان یو

مختلف الزبان خطہ دہ پہ دې کښی فارسۍ، ھندی، پنجابۍ، اردو، سندۍ او پښتو

ټولو ژبو خپل کلاسک زېږولي دي۔ پہ فارسۍ کښې عبدالقادر خان بېدل، غنی

کاشمیری، نعمت خان سرحدی او شوکت بخاری پہ دوی کښې بېدل داسې شاعر دے چې

مرزا غالب د ھغۂ انداز خپلول غوښتۂ خو ناکام پاتې شوے ؤ او ډیر کلام یې

ضائع کړے ؤ۔ پہ پنجابۍ کښې بابا فرید، بابا نانک، شاہ حسېن، بلھے شاہ،

سلطان باھو، وارث شاہ، میامحمد بخش او خواجہ غلام فرید قابل ذکر نومونہ

دي۔ خو پہ دوي کښې وارث شاہ داسې نوم دے چې د ھغۂ ثاني د دنیا پہ ادب کښې

د ګوتو پہ شمار دي۔ پہ ھير وارث شاہ کښې وارث شاہ د پنجاب ټول کلچر ښکارہ

کړے دے۔ اول یې د رانجھا او د ورڼو تر منځہ د جائداد حرص او د ویشکونکو

غېرمنصفانہ او طرفدار ہ رول پہ ډاګہ کړے دے۔ بیاد مسافرۍ دوران کښې دملاپہ

جومات کښې د رانجھا سرہ معتصبانہ رویہ د پنجاب پہ کلچر کښی د جوګیانو

کرداراو توہم پرستی دا ټول پہ ګوتہ کړي دي۔ پہ داستان کښی د تصوف چاشنی غم،

درد سوز او اختتام ټرېجک ھیر وارث شاہ لہ یو لازوال فن پارہ جوړہ کړی۔

ھیر پہ عوام او خواص دواړو کښې مقبول دہ۔ او پہ مغربی او مشرقی پنجاب

دواړو کښی پہ سندر غاړو کښې د ھیر د وینا مقابلې منعقد کېږی۔ پہ اردو کښې

میر تقی میر، میر درد، رفیع سودا، ابراھیم ذوق، غالب دا ټولہ د کلاسک

شاعرانو لړۍ دہ۔

پہ پښتو کښې کلاسکیت صرف پہ شاعرۍ کښې دے۔ زمونږ نثری ادب ماشوم دے دې دا

سې څوک نۂ دي پېدا کړي چې مونږہ یې دعالمی نثری ادب پہ تناظر کښې وګورو۔

او دکلاسک درجہ ورلہ ورکړو۔ مرزا خان انصاری زمونږ اولنے د غزل کلاسک شاعر

دے۔ دولت، واصل، رحمان بابا، اشرف خان ھجری، قادرخان خټک، خواجہ محمد

سائل، حمید بابا، کاظم خان شېدا، علی خان دا اوږدہ لړۍ دہ۔ پہ دوی کښی علی

خان زمونږ ورجل دے پہ علی خان کښې د خوشحال بابا جذبہ د رحمٰن با

با او دحمید بابا درې واړو رنګ موندے شی۔ د روایاتو پاسداری تعقل پسندی د

ھٔیت پورہ پورہ پابندی د صنائع بدائع استاد ټول دیوان انتخاب پہ یو شعر کښې

غرابت پہ نظر نۂ راځي۔ ځنې ذھنونو کښې بہ دا سوال پېدا کېږی چې خوشحال

باباډېر لوے شاعر دے ھغہ دې فھرست کښې ولې شامل نۂ دے پہ خوشحال بابا کښی

کلاسکیت او رومانیت دواړہ موجود دي۔ رومانیت د کلاسکیت ضد دے پہ رومانیت

کښې شاعر د خپل تخیل تابعداري کوی د ھئیت او د روایت پرواہ نۂ ساتي۔

خوشحال بابا تر دې غزل او قصیدہ چې روایتی اصناف دي روایت نظر انداز کړي۔

مثال پہ توګہ غزل کښې مطلع، مقطع او د شعرونو تعداد د پنځو نہ کم بہ نہ

وی۔ پہ دوي کښې کۂ یو توکی کښې کمے راغے غزل نیمګړے حسابیږی او روايت پورہ

نۂ شي۔ اوس دخوشحال بابا دا غزل وګورئ:

پہ جھان کښی څلور قسمہ دے نعمت

عاقلان یې دي خبر پہ حقیقت

لمړنے نعمت دعلم د ښہ خلق دے

دا نعمت پہ دواړہ کونہ دے راحت

بل نعمت پہ دا جھان کښې ډېر دولت دے

چې ھر شان پرې ابلہان کا فراغت

بل نعمت د ریاضت دے کۂ یې ګورې

پہ ھغہ جھان راحت دلې محنت

دا د خوشحال بابا پہ کلیات کښې د غزلیاتو پہ برخہ کښې د ت پہ پټۍ کښی درج

دے۔ یو خو مقطع نۂ لری نیمګړے دے بل د نظم پہ شان مسلسل دے او د نظم پہ

شان ارتقا کوی او خیال ھم یو دے۔ خوشحال بابا پہ قصیدہ کښی روايت یعنی د

تشبیب، ګریز او د مدعا پرواہ نۂ ساتي چې څنګہ پرې امد شروع شی لیکل شروع

کړي۔ دا بل مثال د سبکِ ھندی د استاد شاعر دکاظم خان شېدا د غزل دے۔

څۂ رنګ راشی پہ نظر ایہ دِ تا

وینی څوک لکہ پری سایہ دِتا

خوابیدہ فتنہ یې اولیدہ ناګاھ

چې پہ مھد کړۂ نظر دایہ دِتا

غم بہ ھیڅ د پرېوتو ورسرہ نۂ وی

کۂ شی پستہ لکہ خاک پایہ دِتا

تورې خاورې یې پہ سر شوې تمام عمر

مۂ شہ دفن لکہ ګنج مایہ دِ تا

دا اخرنۍ مصرعہ کۂ داسی وے سمہ بہ وے

دفن مۂ شہ لکہ ګنج مایہ دِ تا

شیدا د عروضو شېدا دے، ھغۂ پہ یو نظم کښې دا وینا ھم کړې دہ چې پښتو ژبہ

بې نظامہ بې انصرامہ دہ کلہ چې د عروضو پہ میزان وتللے شی ټولہ دړې وړې شی۔

خوشېدا د پښتو ژبې شاعرۍ لہ د فارسۍ او اردو شاعرۍ سرہ تلی، د پښتو ژبې

شاعری د سېلابونو پہ نظام ولاړہ دہ۔ زمونږ د جدید نظم لوے شاعر سمندر خان

سمندر خپلې شاعرۍ تہ پہ عروضو نقصان رسولے دے۔ د کاظم شیدا پہ کلام کښې دا

قسمہ مصرعې نورې ھم لیدے شی۔ کاظم خان شېدا ډېر زیات مشکل پسند دے تخیل یې

ډېر زیات اوچت وی، کلاسکیت نوم دے د شاعرۍ پہ ټولو عناصرو کښې د توازن د

علی خان پہ درست دیوان کښې توازن دے دروايت دھئیت او د شاعرۍ نورو عناصرو

د ھر څۂ پورہ پورہ خیال ساتی۔

زمونږ پہ چار بېتہ کښې نورہ دین اخون، احمددین طالب، امانت مالیار، محمددین

تېلی، عبدالمنان ملا، قاضی ګل، عبدﷲاستاد او میرحسن بابا وغیرہ کلاسک دي۔

پہ دوی کښې احمدین طالب د ھٔیت، د روايت او د میزان پورہ پورہ خیال ساتلے دے۔

او چې د چاربېتې څومرہ اقسام دي پہ ټولویې طبع ازمائي کړي دہ۔ پہ جدید دور

کښې چې یو غزل، نظم یا چاربېتې تہ چې اوئیلے شي چې داکلاسک غزل نظم یا چار

بېتہ دہ ددې مقصد دا وی چې پہ دې کښې د کلاسک دور بې عېبی دہ پہ اوسنی دور

کښې زمونږ ډېر شاعران موجود دی چې کلاسک غزل لیکی خو دوي تہ مونږ د کلاسک

درجہ نۂ شو ورکولے ځکہ چې ھغوی پہ بل مقام د رومانیت ښکار شی او رومانیت

پکښې پہ حاد شکل کښې موجود وی۔ البتہ د چاربېتې رواج کم شوے دے۔ غزل زمونږ

اولسی شاعری لکہ چاربېتہ، لوبہ، نیمکۍ، بدلہ وغېرہ اوخوړۂ دا زمونږ

ناپوھی دہ ګنی د اولسی ادب مقام د لیک ادب نہ اوچت دے۔