نظم کور کښې Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 وخت خو تا جوړ کړے دے نو وخت به تاته څه ووئ وخت خو زما خان دے چې دنشت کور له مې بيائی 02 ظلم زور او درد او عذاب ربه څنگه ومنم دې کښې يو هم خدايه ستا د خېشت سره نۀ ښائی 03 تۀ د مور دمينې رنگ د خور د وفا حسن ئې ړوند او گونگ انسان به څنگه ستا خويونه ستائی 04 چرته چې مُلا ستا په نوم پاس په ممبر ودريږی ژبه کښې ئې زهر او په زړۀ کښې ئې بلا ئی 05 ټولو اوښيارانو د پردې مخونه ايښی دی يو رنگ دے دننه او بل رنگ دنيا ته ښائی 06 ډېر دی مدحه خوان او شاعران ساربۀ پيران دی يو ستا لېونے چې رشتيا وئيلے شی هم وائی Dictionary meaning × Headword