نظم
کور کښې
غني خانوخت خو تا جوړ کړے دے نو وخت به تاته څه ووئ
وخت خو زما خان دے چې دنشت کور له مې بيائی
ظلم زور او درد او عذاب ربه څنگه ومنم
دې کښې يو هم خدايه ستا د خېشت سره نۀ ښائی
تۀ د مور دمينې رنگ د خور د وفا حسن ئې
ړوند او گونگ انسان به څنگه ستا خويونه ستائی
چرته چې مُلا ستا په نوم پاس په ممبر ودريږی
ژبه کښې ئې زهر او په زړۀ کښې ئې بلا ئی
ټولو اوښيارانو د پردې مخونه ايښی دی
يو رنگ دے دننه او بل رنگ دنيا ته ښائی
ډېر دی مدحه خوان او شاعران ساربۀ پيران دی
يو ستا لېونے چې رشتيا وئيلے شی هم وائی