غزل
کړه وړه دې د اشنا دي په دا څه که خوی دې نور که
Hamza Shinwariکړه وړه دې د اشنا دي په دا څه که خوی دې نور که
بيا هم زما لور ته يې که مخ دې په بل لور که
زړه مې لمبه واخيسته رقيب ته چې موسکی شوې
تندر چرته پرېوتو او بل يې چرته اور که
ولې مرگ او ژوند په يو محل نه يو ځای کېږي
وگوره يو عشق يې دغو دواړو لره کور که
ښکاري چې په حسن کې دې چا ده خو وېستلې
ما دې چې صفت کولو ځان ته دې پېغور که
ټول دې په محفل کې مخاطب کړه بې له مانه
فکر دې ونه کړو شمع رويه ځان دې چور که
اوس دې لاله ډېره التفاته گډ په شور يم
مخکې مې که ستا د تغافل له مخه شور که
لاس دې د جلوې که څو زما په نظر بر و
سترگې مې همت د کتو ستا له سترگو پور که
گل د پرېشانۍ او جمعيت رازونه حل کړل
غونډ يې خپل دفتر ورق ورق کړو بيا يې خور که
ختم لا گردش د کم نصيبه حمزه نه دی
وار چې چرته راغلو پرې، ساقي جام دې نسکور که