غزل

لا مې خمار لره لمبې پاتې دي

Hamza Shinwari

لا مې خمار لره لمبې پاتې دي

څو تندرونه د توبې پاتې دي

د مينې ژوند وي په منزل کې منزل

تل په دې لار کې قافلې پاتې دي

نور به مې څه په بې خودۍ کې وي ياد

بس هغه ښکلي سترگې سرې پاتې دي

مړې که ډيوې د انتظار شي، څه شي

لا حوصلې زما د شپې پاتې دي

تر څو چې رانه شې حصاره به وي

لا دسلگۍ مې حوصلې پاتې دي

ستا ملاقات لره ساتلې وې ما

اوښکې هم څومره خو دوه درې پاتې دي

نظر مې ټکندې غرمې اوبه کړې

چې په بارخو يې لاخولې پاتې دي

د پښتونوالې څه پوښتنې کوې

نه پښتانه نه پښتنې پاتې دي

خور چې وربل د پښتنې نه وي لا

څه ننواتې څه جرگې پاتې دي

حمزه په عشق کې هم فرېب وختو

چې يې تر اوسه وسوسې پاتې دي