غزل له فطرته به بدبخت ومه چې رد شوم Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 له فطرته به بدبخت ومه چې رد شوم بد مې فهم شو چې ستا له فهمه بد شوم 02 سپوږمۍ هله تندر نيسي چې پوره شي نا اشنا شومه چې تا سره بلد شوم 03 نېک عمل مې په زړگي کې رڼا نه کا په اوراد که هر سبا د نو نود ٩٩ شوم 04 تېز گامي د خپل مزل راته بلا شوه زه له خپلې کم فهمۍ تېر له حد شوم 05 ستا نظر د محبت و نور څه نه و چې په دوو کې زه ياد ستا په مدد شوم 06 هر څه وشو خو تفضيل رانه لاړ نه نه شو په هر ځای کې ثنا خوان ستاسو د جد شوم 07 دا رڼا مې ده کافي که نور څه نه وي چرې گېر که په تيرو کې د لحد شوم 08 خاکساري مې يو اهم جز د فطرت دی چرې پوهه په غرور نه په حسد شوم 09 ستا خفگان په بلو بلو يم سر کړی په نامه د بې وفا ولې نامزد شوم؟ 10 ما حمزه به مات کړو سد د سکندر هم ولې څه کړم چې په خپله د ځان سد شوم Dictionary meaning × Headword