غزل

له حقيقت نه دې خبر نه شومه

Hamza Shinwari

له حقيقت نه دې خبر نه شومه

چې دنظر نه دې بهر نه شومه

ډېرې مې وژړلې شپې در پسې

خوپه خندا لکه سحر نه شومه

ته خو په کسيو کې نظر يې زما

زه دې په کسيو کې نظر نه شومه

ځکه بې درېغه پامالېږمه زه

چې (زه) پايمال د چا په در نه شومه

تاته که هم زه رسېدلی يمه

خو له خپل ځان ځنې بهر نه شومه

په هر منزل له خپله ځانه بغير

چا سره چرته سر په سر نه شومه

ستا په محفل کې که زه نه ښکارم

خو چې دننه وم بهر نه شومه

ستا چې برجل د بر نه پردی اشنا

خير دی که زه له برنه بر نه شومه

غيريت نشته خو بياهم نشته حمزه

چې له اشنا نه بې خبر نه شومه