غزل لاجهانونه لا روان دي جهانونه تېر شو Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 لاجهانونه لا روان دي جهانونه تېر شو نور ورپسې دي ترېنه وړاندې کاروانونه تېر شو 02 اوس مې جوړ مينې ته يې ځير چې يوه گپه يې کړې چې ستا تر ستوني مې بېلتونه ارمانونه تېر شو 03 دا تسلسل د نندارې دی چې وقفې جوړوي ماته احساس ښايي دا هسې چې کالونه تېر شو 04 نوی حجاب چې نه تېرېږي جوړه پخپله زه يم گنې همه زما له لارې حجابونه تېر شو 05 اوس دې که هېر وي خواجزا د طبيعت شول ستا چې که د يادو نه دتا، زما سوالونه تېر شو 06 د خپلې تل ملگرې تندې نه جارېږمه زه چې مې همت پرې تېروتلو سرابونه تېر شو 07 ورځمه گورمه زاهد چې به يې لافې کړلې نن ميخانې ته صراحي نوي جامونه تېر شو 08 نه د فطرت سره موافق شو نه پرې بر شو انسان که يې له لاسه ډول ډول نظامونه تېر شو 09 اوس خو په مينه د حمزه کې خامي پاتې نه ده وحشته ډېر که ستا له لاسه گرېوانونه تېر شو Dictionary meaning × Headword