غزل

لکه زه سوی سکاره شوم مخ و يار خو داسې نه و

Hamza Shinwari

لکه زه سوی سکاره شوم مخ و يار خو داسې نه و

چې وربل کاندي په ځمکه نوبهار خو داسې نه و

اوس نه خوف او نه رجا شته خوبه ولې هم شبگير يم

محبت خو داسې نه و انتظار خو داسې نه و

زړه د زلفو سودايي دی، دی خوشحال په پرېشانۍ کې

جمعيت ته يې حيران يم، انتشار خو داسې نه و

ځای دې راکړو په خپل زړه کې که دې ووېستم د زړه نه

زما زړه پخوا له دې نه بې قرار خو داسې نه و

ما چې ستا په وعده تل کړو اعتبار هغه هم وخت و

اوس يې تل ستا په انکار کړم اعتبار خو داسې نه و

ما چې ستا په اختيار کې جذب کړی اختيار خپل

اختيار دې چې د بل کړې اختيار خو داسې نه و

تا حمزه ته سبا وکړو سبا وايې دا خو نن دی

سبا بيا وايې سبا ته، دا اقرار خو داسې نه و