غزل لاړه خوشحالي مې يووړه غم جوړ يې واده شه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 لاړه خوشحالي مې يووړه غم جوړ يې واده شه ساز د ناکامۍ او د حسرت پکې واهه شه 02 عشق چې نظر وکړم د ادم د سينې ډډ ته جوړه شوه پکې يوه ټناکه نوم يې زړه شه 03 دا تمهيد د راز و چې ظاهر ابن منصور کړ پټ پاتې شو ځکه چې له خولې نه په واته شه 04 عشق زما له خوبه يوتپوس د خودۍ وکړ وتښتېدو خوب مې چې جواب ترېنه ونه شه 05 مه پوښته زما او د اشنا له ملاقاته وې به رهبر دادی، ما به دا ويل چې څه شه 06 نشته له سپوږمۍ نه بل حاصل بې له رڼا نه بد که ډېر رقيب دی په محبت د اشنا ښه شه 07 يار چې ويښ له خوبه شي ديدن يې هله کېږي اوس مې وظيفه او عبادت په نمر خاته شه 08 دور چې شوه دويي حمزه په لاره تېرېدلو نه و د نظر څه امتياز په تله راتله شه Dictionary meaning × Headword