غزل

لېنديې غشي د حسن پريوش وژل کوي

Hamza Shinwari

لېنديې غشي د حسن پريوش وژل کوي

يا ټال د بوډۍ ابر کې گل گل کرل کوي

د شپې ورځې فراق مې پيدا کړو اوس د وصل

عادت چې په تيرو کې شي چشمان، ليدل کوي

سرځم وي حسن تل د ملاحت له احتياج

گوره عجيبه جز چې حکومت په کُل کوې

رندانو ميکدې لره راځئ چې مونږه ځو

زاهد دې صومعه کې وي دا لس دې شل کوي

خوشحاله يم په دې چې شي ازبرسبق د عشق

جانان چې گاهې گاهې د غماز منل کوي

بسته ورته په بياسته د تسليم کړه لاس اوپښې

حمزه! د مرگ په وخت کې روح په درد وتل کوي