نظم
لېونى
Abdul Bari Jahaniهلته په دار سو منصوري لېونتوب
دلته پايمال سول د ليلا خيالونه
هلته په غرونو کي فرهاد راپرېووت
په خپلو وينو يې کړل رنګ لاسونه
خيام روان وو د دوزخ پر لوري
ورپسې تلې د ملايانو ټولۍ
چړي په څنګ کي زوړ کتاب نيولى
ورپسې وړلې يې ځنځير او کړۍ
پاس له آسمانه هاتف چيغه کړله
ويل يې ورکئ دې مجنون ته سزا
ځکه چي دا د هوښيارانو دنيا
د لېونيو لپاره نه ده پيدا