نظم

لېونتوب

Abdul Bari Jahani

راسه مات کړه لېونتوبه دا د عقل تدبيرونه

د عدن له باغه وزم رانصيب که دوږخونه

چي د هوښ قالب ته لوېږي د آدم د عدم خښتي

راښيه د نېستۍ لاري چي هستي ده له جنونه

چي د عقل ترازو دي د ښکلا د نېستۍ فکر

خدايه مه کړې را په برخه دا بدرنګه تدبيرونه

چي ريا پکښي سوځېږي، چي پرهېز پکښي ايره سي

هغه سوی لړمون غواړم هغه سوځنده اورونه

چي تقوا پکښي لمبه سي. چي توبه پکښي بيده سي

په ازل کي مي آزاد که د هوښيارو له قانونه

چي خوښي پکښي ژړېږي، چي خندېږي پکښي اوښکي

چي حيات پکښي بيدېږي، چي ويښېږي تابوتونه

چي ځواني پکښي رژېږي، چي خزان پکښي غوړېږي

نااشنا سفر کومه نابلده رباطونه

چي داستان مي پکښي ورک سي د ژوندون د ښو او بدو

پی کومه هغه لاري د مجنون بياباني پلونه