نظم لېونے Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 يو ښار ئې روان کړے د نرو نرو کوڅو دے يوخيال ئې روان کړے د زړگی دتلوسو دے 02 يو سُر ئې روان کړے ټکے سوز اؤ ټکے ساز يو عشق د حقيقت جوړ د عشقونو د مجاز 03 يو کور ئې روان کړے دخوبونو د رنگونو د تورو تهترينو، گړنگېدونکو سُرنگونو 04 اؤ خاندی لېونے سترگې ئې ډکې د مست نه وحدت ئې روان کړے د لکها بُت پرستو نه 05 اؤ کله لېونتوب فلسفه گل او صنم وائی اؤ کله دمستۍ خبرې ډېرې په غم وائی 06 سرې پاڼې گل غوړئی مخ د شبنم پرې پټوی وربل مست خوروی د سترگو نم پرې پټوی Dictionary meaning × Headword