نظم
لېونے
غني خانيو ښار ئې روان کړے د نرو نرو کوڅو دے
يوخيال ئې روان کړے د زړگی دتلوسو دے
يو سُر ئې روان کړے ټکے سوز اؤ ټکے ساز
يو عشق د حقيقت جوړ د عشقونو د مجاز
يو کور ئې روان کړے دخوبونو د رنگونو
د تورو تهترينو، گړنگېدونکو سُرنگونو
اؤ خاندی لېونے سترگې ئې ډکې د مست نه
وحدت ئې روان کړے د لکها بُت پرستو نه
اؤ کله لېونتوب فلسفه گل او صنم وائی
اؤ کله دمستۍ خبرې ډېرې په غم وائی
سرې پاڼې گل غوړئی مخ د شبنم پرې پټوی
وربل مست خوروی د سترگو نم پرې پټوی