نظم

علم اومعنا

Gul Pacha Ulfat

بې معنی کله پټېږي په لباس کښې

عيب يې ښکاري په تن پټ او که لغړ دي

ښايسته لباس په غاړه د بې علمو

که هر څومره ښکلی ښکاري تش انگړ دي

که بې علمه چا پگړۍ سپينه تړلی

چې د بحث مجلس جوړ شي رنگ يې ژيړه دي

بې کمال که لري مال هر څومره ډېر

له احتياجه نه خلاصېږي بل ته اړدي

که اغوستی يې پوټکی د سمسور وي

خلق يې پېژني له سترگو چې گيدړ دي

چې عالي فکر لري او لوړ همت څوک

باور وکړه چې له هر چا ځنې لوړ دی

که په هر لباس کښې علم ځان ښکاره کا

د تعظيم او احترام دقدر وړ دی

بحر ډک له مرغلرو چوپ روان وي

دبې آبه خلقو خوی لکه دچړ دي