نظم

علم او پوهه

Gul Pacha Ulfat

بصيرت او علم نشته په کتاب کښې

که څه نه وي دمغزو په پېچ وتاب کښې

علم او پوهه بل شی نه دی بينايي ده

خوشي ناست يې پټي سترگې په محراب کښې

پوهه ټوله راوتلی له مغزو ده

هسې نه چې په دې ډېرو کتابو ده

په نظر کښې که دقت صحيح سنجش وي

علم زيږنده ددغسې کتو ده

پتنگ نه دی په ډيوه چې ستي نشي

بلبل نه دی چې په گل فريادي نشي

زړه يې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی

په ليدو د زخمي زړه چې زخمي نشي