غزل
ما به اودس دعشق نماز سره په وينو وکړو
Hamza Shinwariما به اودس دعشق نماز سره په وينو وکړو
د يار مژگانو مې پرې نښوده بدن کې وينه
په جامو سپينو به بهر د يار له دره نه شم
د بلبلانو خو تويېږي په چمن کې وينه
په مېنځ د وروځو کې چې بل د اشنا راشي چرې
ور که له خوفه شي په دوست او په دشمن کې وينه
ستا په دارو باندې صحت نه دی ممکن د حمزه
بيا به پيدا نه شي په عاشق غمجن کې وينه