نظم
مه غولېږئ
Gul Pacha Ulfatوينا ته چې يې گورې - د وطن په غم جلبل دی
پرې مه غولېږئ غل دی
په ژبه هر څه وايي - وطن اوملت ستايي
په دې غم مبتلا يې
د خپل مطلب د پاره - هر ځای ته لري لاره
تل گرځي ناقراره
له خپل شخصي غرض نه - نه تېرېږي گوډ او شل دی
پرې مه غولېږئ غل دی
شپويې که په سروي- په غاړه يې کالر وي
په پوهه معتبر وي
په بدنظر يې گوری- که يې بل شانې عمل دی
پرې مه غولېږئ غل دی
په بڼه د انسان دی - په خوله ښه مسلمان دی
په خوی لکه شيطان دی
عمل باندې تک تور دی- که په سر يې سپين ململ دی
پرې مه غولېږئ غل دی
لږ ځير شئ حقيقت ته- عمل خوی او خصلت ته
د هر چا هويت ته
مشکل يې پېژندل دی - د ټگانو بل شان پل دی
پرې مه غولېږئ غل دی
هر وخت کښې منافق شته - په هر ځای کښې فاسق شته
هم نېک او هم صادق شته
هغه به نه غولېږي - چې په عقل مکمل دی
پرې مه غولېږئ غل دی