غزل
ما خو به دا وې، چې زه هم ستا شومه
Hamza Shinwariما خو به دا وې، چې زه هم ستا شومه
هېڅ نه وم اگاه چې دهر چا شومه
ستا په تصور لکه د ستا شومه
څوک به شي رسوا که تماشا شومه
غږ درته چې ښکليه د صحرا شومه
چرته به راستون شمه چپيا شومه
ستا له نېرنگو نه خبر هېڅ نه وم
څومره چې اشنا وم نا اشنا شومه
حرف د تمنا دې محبت کړمه
څه کړمه چې بيا شومه بيا بيا شومه
چل مې له منصور نه داخفا زده کړ
سرچې و عالم ته په افشا شومه
دا څه عجب سُر دی چې واصل به وم
ښکليه! په کوم دم به چې بې تا شومه
نه پرېږدي بې ذکره مَېن ، نوم زما
عشقه د تا جار چې زه اولی شومه
غم راته رنگ رنگ د ژړا چل وښود
تا چې ستم وکړو په خندا شومه
دا که وي دروغ د لېونتوب خبر
بند به يې بيا څه کړې که رښتيا شومه
جوړ مې نه دی عشق له زمانې سره
پوه يې که هر څو په تقاضا شومه
سر وم د خپل ځان په لټون ورک ومه
ستا په لټون سر شومه، پيدا شومه
عشقه په اخر کې چې مقصد ته وې
ښه شو چې مجنون او نه ليلی شومه
څو که همايون مې و حمزه کلام
اوس خو خلک وايي چې عنقا شومه