شعر

مه وایه قاصده چه بهار خزان وهلی دي

Abdul Bari Jahani

سیل می د بلبلو له چمنه کو چید لی دي

یار مې داغیار په خوله لښکر دزاغ بللی دي

زه په دې سراب کې دقسمت په حکم ګرځمه

ما ته مې منزل دانو داوښکو راښود لی د ي

زه لا دڅپو غیږي نوی ور وت-لې یم

مه راځه ساحله ما توپان کله لید لی دې

کله زما تر سپینه لمن تور د زلیخا راځې

ما تعبیر د میني په کنعان کي ا زمییلی د ې

څو به راته لولي د فر د وس د میخانو کیسې

ما له د ی کوثره لا پخوا نصیب شړلي د ې

هره شیبه اورمه  جرس د کوچ ناري وهې

کور می دحباب داشیا ني سره ټاکلی دې

مه لیږه تقد یر مي د سکند ر په ائینه پسي

فال می دقسمت په خپل اورغومی کی کتلي دې

نن لکه غنې په تعبیرونو پسی ورک یمه

سرمې دجانان پر زنګانه په خوب لید لي دې

چیری جهانې چیری دیدن چیری دیار کوڅه

زما ئېنې د لحد سره پردیس   کفن لیکلی دې