نظم
مه پوښته نسيمه
Abdul Bari Jahaniمه پوښته نسيمه زما د غرونو څوکي مه پوښته
تيږي يې دردمني دي
مه ښوروه وني، د ګلبوټو څخه ليري سه
څانګي يې خوږمني دي
ته به د غوټيو سپړېدلو ته راغلی يې
ته د ارغوان و مچولو ته راغلی يې
ته د نسترن و بويولو ته راغلی يې
ته به د شاعر زړه تخنولو ته راغلی يې
نه، نه تېروتلی يې
نه، نه غولېدلی يې
دا هغه چمن نه دئ ـ
دا هغه وطن نه دئ
دا هغه ګلشن نه دئ
بڼ نه دئ خُتن نه دئ
دلته لېونتوب توپاني سوی دئ
دلته کي وحشت لېونی سوی دئ
دلته اهريمن راپرېوتلی دئ
دلته جنازې دي، هديرې دي، لحدونه دي
ساندي دي، مرګونه دي
هيري دي له خلکو که مستۍ دي که نازونه دي
اوښکي دي غمونه دي
ګړوبي کنډوالې دي، لېونتوب سوي ښارونه دي
ډزي دي توپونه دي
بم دئ تنورونه دي
اور دئ دوږخونه دي
اخ دئ فريادونه دي
چيغي دي وحشت دئ، ورکي ميندي اولادونه دي
ويني دي اورونه دي ـ