نظم ما ته تيارې راوله Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ما ته مه وايه چي شپه څونه اوږده سوه ماته مه وايه چي كله به سبا سي 02 وايم شپه دي وي آرام يم په تيارو كي هسي نه چى دا تياره شپې مو رڼا سي 03 نه مي څوك په انتظار نه ورځي شماري نه د چا سترګي پر لار يم چي به راسي 04 زه په ويښه له ژونديو شېبو موړ يم زه د ورځي له ښايسته په زړه موړ يم 05 كه پېرزو دي لا پر ما يو څو شېبې دي ماته جوړي كه تيارې چى زه ويديږم 06 د هستيو له جهانه بېخبره د خيالو نو په ټالونو كي زنګېږم 07 په تياره كي ابدي سكون ته ځمه زه د شپې غوندي له وړانګو فنا كېږم 08 زما هستۍ ته وړانګي مه راوله نوري پر ما جوړي كه د مرګ د وزر سيوري Dictionary meaning × Headword