غزل
مخ دې راڅرگند کړي سبا کېږي نه
Hamza Shinwariمخ دې راڅرگند کړي سبا کېږي نه
شپه د بېلتانه هسې تېرېږي نه
سترگو ته راغونډې شوې چې راغلې ته
مه درومه چې اوښکې مې تويېږي نه
اوس د زړه گوهر راته لاگران شولو
ښکليو ته ارزان شولو خرڅېږي نه
خير دی که اصرار يې په سينگار دی نن
بيا که په دې خپل حسن نازېږي نه
داسې مې زړه خور دی په کاکل پسې
دود غوندې پرېشان شوراټولېږي نه
اوس چې زما سترگې د تا سترگې دي
سترگې له خپل ځانه خو شرمېږي نه
ښکاري هغه ښکلي زما هېر نه دي
اوس راته حمزه چې رايادېږي نه