نظم مسلمان Ghani Khan Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 مسلمان هغه بنده دے چې ئې شونډې تل موسکۍ وی سترگې ډکې د رڼا ئې له خولې يو په سل موسکۍ وی 02 سپين ايمان ئې لکه تندر بې د ځانه هر څۀ سيزی د جانان د در ايرو ته ئې زلفې ول په ول موسکۍ وی 03 چې ئې زړۀ ډک د ارام وی لکه ويخ د سمندر وی خوله ئې ډکه د گلونو لکه باغ د صنوبر 04 داسې مست داسې سرشار لکه مينه د کافر اراده کلکه بې کرکې لکه څوکه د خنجر 05 د وجود هر څاڅکے وينه سره په وينه د دلبر په سينه کښې ئې رڼا وی لکه څړيکه د جوهر 06 په ژړا کښې ئې تاثير وی په خندا کښې ئې اثر مټ ئې بر په هر څۀ بر وی لکه مټ د سکندر 07 د زړه نور ئې لکه شمع پرې اورونه بل موسکۍ وی د بلبل دخولې اواز ته دا غوټۍ د گل موسکۍ وی Dictionary meaning × Headword