نظم مسلمان غني خان د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 مسلمان هغه بنده دے چې ئې شونډې تل موسکۍ وی سترگې ډکې د رڼا ئې له خولې يو په سل موسکۍ وی 02 سپين ايمان ئې لکه تندر بې د ځانه هر څۀ سيزی د جانان د در ايرو ته ئې زلفې ول په ول موسکۍ وی 03 چې ئې زړۀ ډک د ارام وی لکه ويخ د سمندر وی خوله ئې ډکه د گلونو لکه باغ د صنوبر 04 داسې مست داسې سرشار لکه مينه د کافر اراده کلکه بې کرکې لکه څوکه د خنجر 05 د وجود هر څاڅکے وينه سره په وينه د دلبر په سينه کښې ئې رڼا وی لکه څړيکه د جوهر 06 په ژړا کښې ئې تاثير وی په خندا کښې ئې اثر مټ ئې بر په هر څۀ بر وی لکه مټ د سکندر 07 د زړه نور ئې لکه شمع پرې اورونه بل موسکۍ وی د بلبل دخولې اواز ته دا غوټۍ د گل موسکۍ وی د قاموس مانا × اصلي کلمه