غزل

ماسو و چرته پاتې د نسبت چې ورک خندق و

Hamza Shinwari

ماسو و چرته پاتې د نسبت چې ورک خندق و

که منصور وې په منصور کې انالحق به انت الحق و

دا سرخي زما د سترگو د ژړا نه ده نمر مخيه

هغه ستا د تصور د رنگينۍ نه يو شفق و

چې دې خال و خط ته گورم کړه نما کتابي مخ دې

را په يادې کړه پخوا مې چې زده کړی کوم سبق و

دا ناڅاپه غنم رنگه ولې ته په خندا راغلې

وو يو څو نفسه پاتې زړه مې ستا له هجره شق و

شوه هستي د حمزه جوړه په تا عشق پرېښانه

بس خو تا کړلو راجمع دا دفتر ورق ورق و