نظم
مات بتان
Abdul Bari Jahaniښه سو چي غټ بتان راپرځېدل
ښه سو چي ړنګي سولې دنګي ماڼۍ
ښه سو ، چي وګړېدې ګونګي ژبي
له لاسو ولوېدلې توري کړۍ
د سمندر څنډي ته ووتلې
د زمانې سېلاب اخيستې بېړۍ
سترګو کي وځلېدې وړانګي د ژوند
هېري سوې تېري توپاني شوګيرۍ
ښه سو چي ورژېدې لويي داړي
ښه سو چي وسپړېدل پټ رازونه
نور به تياره کي د لېوه انګولا
نه کړي حرام د چا آرام خوبونه
نور به د شپې د ماشومانو سره
نه وي د وهم او بلا نومونه
نور به د چا څپېړي نه شنه کوي
د چا ګرېوان يا د ابا مخونه