غزل ماته خو معلوم شو چې کوم خوند دی په توبه کې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ماته خو معلوم شو چې کوم خوند دی په توبه کې څه ښکاري واعظ ته چې کوم کيف وي په باده کې 02 څومره ارمانونه مې موسکي موسکي رخصت شول تا چې مې خندا وکړه د اوښو په شېبه کې 03 تا چې په سحر کې غزونې اشنا وکړه ما وې جوړ جنت دی ستا د لېچو په حلقه کې 04 ای د نرگسي سترگو خاموشه انتظاره څه خبر لوڅي دې کړه پيدا زما په شپه کې 05 خط د پيمانې دې منافي له پېرزوينې زړه خو دې درياب و ساقي ډوب شو په باده کې 06 راغی تصور يې اسوېلي او رپندي شول څنگه مې يخني وشوه په ټکنده غرمه کې 07 پرېږده حمزه پرېږده ته مجرم ښه يې اشنا ته ما پرېوځه ددې غلط فهمۍ په ازاله کې Dictionary meaning × Headword