غزل

ماته زاهد که کړي دنيا پېغور

Hamza Shinwari

ماته زاهد که کړي دنيا پېغور

هغه ته کړم په زه عقبی پېغور

ميده کول کړې خو ښکالو دې نه وي

فلکه واوره د اسيا پېغور

مېنه هېڅ وي د دنيا پېغور!

بس خو يو بد وي د اشنا پېغور

پلونه مې ښکاري په ورشو کې د يار

وي به بې ځايه د صحرا پېغور

اوس چې مشغول د زړه د داغ سره يم

مه کوه سترگې د سبا پېغور

تا د اخفا دومره تاکيد به نه که

راکوې اوس چې د افشا پېغور

ښکاري چې روغ شو د کاکل لېوني

چې يې محسوس کړو د سودا پېغور

يم خو پښتون خو د اشنا مې وي نو

پورته به نه کړم د بل چا پېغور

تش دې خپل جام پکې حبابه کړه ته

خير که وي تاته د دريا پېغور

واعظه ستا خو نصيحت وي منم

ماته دې جوړه شي وينا پېغور

نن مې دې سترگو ته اوچت وکتل

په ټيټو سترگو وکړه دا پېغور

حمزه له خولې مې د رقيب واوره

وي به په واړو کې زېبا پېغور