نظم

محيط او انسان

Gul Pacha Ulfat

سوزوي مو اوبه هم چې په جوش راشي

اوبه اور شي چې محيط يې شي سور اور

په هر شی کښې د ميط تاثير ښکاره دی

وي بې زهرو چې اوبو کښې وي منگور

په اوار بستر کښې سيند درومي ارامه

خو په چړ کښې يې بيا گوره شروشور

لوگی اور څخه پيدا دی خو اور نه دی

د محيط اغيزه کله لری مور

له يوه پښته رڼا اولوگی د واړه

د يوه مخ منور او د بل تور

محيط چا نه چنگيز جوړ چا نه بودا کړ

د محيط مخلوق هم فخر هم پېغور

کله کله څوک پيدا شي په محيط کښې

چې محيط ورپسې ځي که ځي هر لور

زورور انسان په هرڅه زورور دی

په محيط په زمانه او داسې نور

دا انسان دی چې ارام محيط نارام کړي

يا نارامه محيط کړي د سکون کور

په هر څه کښې دی عيان تفاوترنه

يو شان نه وي د څېړۍ او لوخې اور

انسانانو کښې شته څومره ډېر فرقونه

نه دی يو راز اوسېدونکي د يو کور

د گاندي کار له ټاگوره پوره نه دی

گاندي چې هم نشي کړی کار د تاگور

باز نه مه غواړه نغمه د بلبلانو

مه کوه په توره لو کړه يې په لور

د چا لاس تورې ته جوړ د چا هنر ته

د هر لاس د گوتو کار نه دی انځور

انساني قوه خو پوهه دی تميز دی

حيواني قوت دی بې تميزه زور