نظم مينه Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 درته به څه وايم له ميني چى د چا كيسه ده د زرو كالو په تورتم كي د رڼا كيسه ده 02 مينه يو تور دى، د مريمى د عصمت پر لمن مينه صليب دى، غرغړه ده د عيسى كيسه ده 03 مينه يو راز دى خداى ساتلې د لمبې په زړه كي مينه په شپه د كوه طور كي د موسى كيسه ده 04 مينه تعبېر دى د يعقوب د سرو بوډيو اوښكو تر زندانونو د يوسف او زليخا كيسه ده 05 مينه معشوق ته د ورتلو او د راتلو خبري په رباتونو كي د خداى او د رابيا كيسه ده 06 مينه جنون دى د محبوب د وركو لارو مزل هم د كعبې، هم د مغان هم د كريشنا كيسه ده 07 مينه د عرش په كنګرو كي د خالق زمزمه مينه په كومي د صنم كي دالله كيسه ده 08 كله له خال كله له خط كله له جام سره ځي كله جنون كله سندرو د خيام سره ځي 09 مينه ازل په قلم كښلې ده ماشومه كيسه د زمانې په تور بدنامه ده معصومه كيسه Dictionary meaning × Headword